تازه خبرونه ۲۶ جولائی ۲۰۲۶

ایران ادعا کوي چې د امریکا پر پوځي اډو یې ۱۱ جنګي الوتکې له منځه وړي او ۲۰۰ امریکايي پوځیان یې وژلي دي

کوټه (نوې ژوند ویب نیوز)د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ادعا کړې چې د «نصر دوهم» عملیاتو پر مهال یې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه کړي، ۱۱ جنګي الوتکې یې له منځه وړې او د تېرو ۱۵ ورځو په ترڅ کې یې ۲۰۰ امریکايي پوځیان وژلي دي. د سپاه ویاند برید جنرال حسین محبي ویلي، ایراني بې‌پیلوټه الوتکې او توغندي پرته له خنډه خپلو هدفونو ته رسېدلي، اته پوځي مرکزونه او په یوه ځای کې شل پناه‌ځایونه یې په نښه کړي دي. نوموړي اسرائیل او بریتانیا ته هم خبرداری ورکړی چې د ایران پر ضد د هر ډول همکارۍ یا برید په صورت کې به مناسب ځواب ورکړل شي. هغه له امریکايي حکومت څخه وغوښتل چې خبریالانو ته دې د ادعا شویو زیانمنو شوو پوځي اډو د لیدنې اجازه ورکړي. د دغو ادعاوو خپلواکه تایید تر اوسه نه دی شوی.