کوټه (وېب نیوز) د افغانستان فریډم فرنټ ادعا کړې چې د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ په سیمه کې یې د طالبانو پر یوه پوځي کاروان راکټي برید کړی، چې له امله یې اووه طالب سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي. د یادې ډلې د بیان له مخې، دغه کاروان له کابل څخه بدخشان ولایت ته اضافي ځواکونه او پوځي تجهیزات لېږدول چې د لارې په اوږدو کې پرې برید وشو. فریډم فرنټ دا هم ادعا کړې چې په دې عملیاتو کې د دوی هېڅ غړي ته زیان نه دی رسېدلی. ډلې زیاته کړې چې په تېرو دوو ورځو کې په بېلابېلو نښتو کې د طالبانو څلور قوماندانان، ملا شاداب، مولوي ګل احمدي، ملا فریدالله او قاري عمري لازري هم وژل شوي دي. بل لور ته د طالبانو حکومت تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، او خپلواکو سرچینو هم دا ادعاوې نه دي تأیید کړې.
