تازه خبرونه ۲۷ جولائی ۲۰۲۶

د حوثي وياند او سعودي پلاوي په عمان کې ليدنه، د سيمې د امن او ثبات او خبرو اترو د بيا پيل په اړه خبرې

کوټه (وېب نيوز): د يمن د انصارالله (حوثي) ډلې سرچينو ويلي چې د دې ډلې د سياسي دفتر وياند محمد عبدالسلام په عمان کې له سعودي پلاوي سره ليدلي دي. په دې کتنه کې د سيمې د امن، ثبات او د يمن د روان وضعيت په اړه خبرې وشوې. سرچينې زياتوي چې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی او عماني چارواکي هڅه کوي دواړه لوري يو ځل بيا د خبرو اترو مېز ته راولي، او راپورونه ښيي چې د ملګرو ملتونو، سعودي عربستان او انصارالله استازي هم په عمان کې حضور لري او د مذاکراتو د دويم پړاو د پيل امکان شته.