کوټه (وېب نيوز): د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخېل ويلي چې د حکومت او امنيتي ادارو په ګډو هڅو سره به ډېر ژر په ټول بلوچستان کې تلپاتې امن او ثبات رامنځته شي. نوموړي وويل، د خلکو د سر او مال ساتنه د حکومت اساسي او قانوني مسؤليت دی او د ملي لارو او مهمو سوداګريزو لارو د امنيت لپاره ټول شته امکانات کارول کېږي. هغه زياته کړه چې د ناامنۍ تر ټولو زيات زيان د بلوچستان عامو خلکو، سوداګرو، کروندګرو او کوچنيو کاروباريانو ته رسېدلی او تلپاتې امن د اقتصادي ودې، پانګونې، کارموندنې او د صوبې د سوکالۍ بنسټ دی. ګورنر له ولس او سياسي ګوندونو وغوښتل چې د امن د ټينګښت، د دولت د واک د پياوړتيا او د بلوچستان د پرمختګ لپاره له حکومت او امنيتي ادارو سره بشپړه همکاري وکړي.
