کوټه (وېب نيوز): په سره سمندر او د هرمز په تنګي کې د سمندري امنيت اړوند نوې پېښې رامنځته شوې دي. ايراني رسنيو ادعا کړې چې د هرمز له تنګي تېرېدونکې د تېلو يوه بېړۍ د ايران له ټاکلي سمندري مسير څخه د اوښتو پر مهال له سمندري ماين سره ټکر شوې ده. بل لور ته د برېتانيا سمندري ادارې ويلي چې د سره سمندر په سوېلي برخه کې پر يوه د تېلو ټانکر د پروجکټايل بريد شوی، خو د لومړنيو معلوماتو له مخې بېړۍ او ټول عمله يې خوندي دي. د ايران پوځ ويلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې د هرمز له تنګي د تېرېدونکو شپږو بېړيو ته خبرداری ورکړی، ځکه د دوی په وينا دغو بېړيو له ټاکلي سمندري مسير څخه سرغړونه کړې وه، او ټولو بېړيو ته سپارښتنه شوې چې د ايران د اعلان شويو مقرراتو له مخې تګ راتګ وکړي.
