پاکستان ۱۲ مئی ۲۰۲۶

ګوادر پورټ کې بحري فعالیتونه زیات شوي، د ابوظهبۍ او کوېټ سامان وړونکی بله بېړۍ لنگراندازه شوه

ګوادر (نوې ژوند پښتو کوټه) — د بحري چارو وفاقي وزیر جنید انور چودري ویلي دي چې په ګوادر پورټ کې د “ایم وي یوان هانګ ویئے” په نوم یوه بله لویه کارګو بېړۍ په کامیابۍ سره لنگراندازه شوې ده، چې له لارې یې ۳۴ زره ټنه بلک کارګو او شاوخوا ۲۰ زره ټنه نور سامان راوړل شوی، کوم چې به ابوظهبۍ او کوېټ ته د ټرانزټ تجارت لپاره ګوادر کې ښکته کړل شي. نوموړي وویل چې پر ګوادر پورټ د نړیوالو شپنګ کمپنیو زیاتېدونکی باور د دې خبرې ثبوت دی چې دغه بندر په چټکۍ سره د سیمې د تجارت مهم مرکز ګرځي. بل لور ته وفاقي حکومت د نړیوال ټرانزټ ټرافیک د راجلبولو لپاره د ګوادر پورټ په ټېرف کې لوی رعایتونه اعلان کړي، چې پکې د برتهنګ فیس کې ۲۵ سلنه، د ټرانس شپمنټ کنټینر چارجونو کې ۴۰ سلنه او د کنټینر کارګو فیس کې ۳۱ سلنه کموالی شامل دی، سربېره پر دې اوس په ګوادر پورټ کې جنرل کارګو تر یوې میاشتې پورې د وړیا ساتلو اسانتیا هم ورکړل شوې ترڅو سوداګریز فعالیتونه نور هم چټک شي۔