کوټه (نوې ژوند وېب نيوز)د مظلوم اولسي تحریک د چمن ولسوالۍ مشر د امنیتي وضعیت د خرابېدو، د بېروزګارۍ د زیاتېدو او د چمن–کوټې د اورګاډي خدمت د ځنډېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له حکومت څخه یې د بېړنیو اقداماتو غوښتنه کړې ده. هغه په خپل بیان کې وویل چې د سرحدي سوداګرۍ د کمېدو او د کاروباري فعالیتونو د سستوالي له امله زرګونه کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او ځوانان د بېروزګارۍ له امله له ناامېدۍ سره مخامخ دي. نوموړي غوښتنه وکړه چې د چمن–کوټې د اورګاډي خدمت دې بېرته پیل شي، څو خلکو ته ارزانه او خوندي سفري اسانتیاوې برابرې شي، سیمهییزه سوداګري وده وکړي او د کار نوي فرصتونه رامنځته شي. هغه پر حکومت غږ وکړ چې د امنیت د ټینګښت، د خلکو د ځان او مال د ساتنې او اقتصادي فعالیتونو د بیا فعالولو لپاره دې عاجل عملي ګامونه پورته کړي.
