مقامی ۲۷ جولائی ۲۰۲۶

د خبریالانو، لیکوالانو او شاعرانو د ګډې مبارزې اعلان

کوټه (نوې ژوند وېب نيوز)د بلوچستان خبریالانو، لیکوالانو او شاعرانو ژمنه کړې چې د ولسي ستونزو، کلتوري میراث او سیمه‌ییزو حقایقو د ملي کچې د اغېزمن انعکاس او د خپلو حقونو د خوندي کولو لپاره به ګډه مبارزه روانه ساتي. د بلوچستان میډیا فورم د مشر قیوم بلوچ او د هغه د ملګرو په ویاړ د بلوچستان رائټرز ګیلډ (برګ) له خوا جوړې شوې غونډې ته ویناوالو وویل چې د قلم خاوندانو د محدودو امکاناتو باوجود تل د پوهاوي، سولې او زغم په پراختیا کې مهم رول لوبولی، خو اوس له اقتصادي ستونزو، بې‌روزګارۍ، د کتابونو د چاپ له خنډونو، د ادبي فعالیتونو له کمښت او د چاپي رسنیو له مالي بحران سره مخ دي. ویناوالو د بلوچستان له حکومته وغوښتل چې د رسنیو لپاره اغېزمنه پالیسي جوړه کړي، د ورځپاڼو قانوني حقونه خوندي کړي، د لیکوالانو او شاعرانو د ملاتړ لپاره ځانګړی فنډ جوړ کړي او د ادبي او کلتوري فعالیتونو رسمي ملاتړ وکړي. د غونډې په پای کې ګډونوالو ته افتخاري شیلډونه او نوې چاپ شوې کتابونه هم ووېشل شول.