مقامی ۱۲ مئی ۲۰۲۶

د ټېن بلين ټري سونامي پروژې کې د مالي بې ضابطګيو انکشاف، پبلک اکاونټس کمېټۍ سخت غبرګون څرګند کړ

کوټه (نوې ژوند پښتو کوټه) د بلوچستان پبلک اکاونټس کمېټۍ په غونډه کې د ټېن بلين ټري سونامي پروژې او ګرین پاکستان پروګرام د 2019 نه تر 2022 پورې ځانګړې آډټ رپورټ جاج واخيستل شو، چې پکې د مالي بې ضابطګيو، ناقصې منصوبه بندۍ، د قانون خلاف ورزيو او د پروژې هدفونو نه پوره کېدو په اړه سنجيده اندېښنې څرګندې شوې۔ د کمېټۍ غونډه د چيئرمين اصغر علي ترين په مشرۍ وشوه چې پکې د يو ارب نه زياتو ونو لګولو هدف ناکامه بلل شوی او رپورټ کې ويل شوي چې يوازې شاوخوا يو کروړ پنځه ويشت لکه بوټي لګول شوي دي۔ د کمېټۍ غړو ولي محمد نورزي، زابد علي ريکي، غلام دستګير باديني، محمد خان لاهړي، رحمت صالح بلوچ او صفيه بي بي وويل چې په زياترو ضلعو کې د پروژې هېڅ عملي اثرات نه ښکاري او ټول کار يوازې په کاغذونو محدود پاتې شوی دی۔ غونډه کې د جعلي رپورټونو، مشکوکو خرڅونو، د اوپن ټينډر نه د تېښتې، د نامکملو کارونو ادائيګيو او د ځنګلاتو ځمکو باندې د قبضو په اړه هم سختې نيوکې وشوې، او کمېټۍ هدايت وکړ چې قبضه شوې ځمکې دې زر تر زره بېرته راخلاصې کړل شي او په راتلونکې غونډه کې دې د ټولو معاملاتو تفصيلي جاج واخيستل شي۔