پاکستان ۲۸ جولائی ۲۰۲۶

لېفټننټ جنرال سيد عامر رضا د نېشنل سټراټېجک کمانډ قومانده ترلاسه کړه

راولپنډۍ (وېب ډيسک) د نېشنل سټراټېجک کمانډ نوي ټاکل شوي قوماندان لېفټننټ جنرال سيد عامر رضا ته د دندې له سپارلو سره د درناوي ګارډ وړاندې شو. نوموړي د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر کېښود، فاتحه يې وکړه او شهيدانو ته يې د عقيدت پېرزوينې وړاندې کړې. وروسته يې په جنرل هېډکوارټرز کې له فېلډ مارشل سيد عاصم منير، د پوځ مشر او د دفاعي ځواکونو له مشر سره وکتل. فېلډ مارشل نوموړي ته د نوې دندې مبارکي ورکړه او د برياليتوب لپاره يې نېکې هيلې څرګندې کړې.