کوټه (ویب نیوز): پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د زیارت د تاریخي او نادره صنوبر ځنګلونو، په ځانګړي ډول د خنډي سر، پراسپېکټ پواینټ او شاوخوا سیمو کې د امنیت په نوم د ونو د مبینه پرېکولو پر ضد سخت احتجاج کړی او له ایف سي او اړوندو ادارو یې د وضاحت غوښتنه کړې ده. د ګوند په بیان کې ویل شوي چې د زیارت د صنوبر ځنګلونه ملي طبیعي میراث، تاریخي شتمني او د راتلونکو نسلونو امانت دی، او د هغوی له منځه وړل د منلو وړ نه دي. ګوند غوښتنه کړې چې د ونو پرېکول دې سمدستي ودرول شي، د ایف سي، د ځنګلاتو ادارې او نورو اړوندو ادارو د رول خپلواکې او شفافې پلټنې دې وشي، مسؤل کسان دې قانون ته وسپارل شي، د چاپېریال د متخصصینو او سیمه ییزو استازو په ګډون دې د څارنې باصلاحیته کمېټه جوړه شي او د زیارت د صنوبر ځنګلونو د ساتنې لپاره دې ځانګړې قانون جوړونه وشي، کنه ګوند به په ټولو قانوني او ولسي فورمونو خپل احتجاج او مبارزه روانه وساتي.
