مقامی ۲۸ جولائی ۲۰۲۶

د بلوچستان چیف سېکرټر د ګوادر پاک ـ چین دوستۍ روغتون کې د عصري طبي اسانتیاوو د پراختیا پرېکړه وکړه

کوټه/ګوادر (ویب نیوز): د بلوچستان چیف سېکرټر شکیل قادر خان په مشرۍ د انډس روغتون او روغتیايي شبکې د ارزونې غونډه وشوه، چې پکې د جي ډي اې پاک ـ چین دوستۍ روغتون ګوادر د فعالیت، اړتیاوو او پراختیايي پروژو تفصیلي جاج واخیستل شو. په غونډه کې د تېر مالي کال د پاتې فنډونو د بېرته جاري کولو، د ایم آر آی ماشین، عصري ډایلاسز یونټ، آی سي یو، بېړنۍ څانګې، عملیاتي خونې، پرمختللي لابراتوار، د نويو زېږېدلو ماشومانو لپاره انکیوبېټرونه او د سترګو، غوږ، پوزې او ستوني او د زړه ناروغیو ځانګړو څانګو د جوړولو پرېکړه وشوه. چیف سېکرټر وویل چې د ګوادر پاک ـ چین دوستۍ روغتون د مکران د خلکو لپاره د وړیا او معیاري درملنې مهم مرکز ګرځېدلی او د بلوچستان حکومت به د دې روغتون د لا پرمختګ او د جنوبي بلوچستان د یو عصري طبي مرکز د جوړولو لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې او سرچینې برابرې کړي.