کوټه (ویب نیوز): د بلوچستان د سوداګرو ټولنې (رجسټرډ) د میټروپولیټن کارپورېشن د کرایه دارانو په اړه د کوټې د کمېشنر په مشرۍ شوې غونډه رد کړې او ویلي یې دي چې د صوبې تر ټولو ستره استازې سوداګره ټولنه په قصدي ډول له غونډې پامه غورځول شوې، چې دا د سوداګرو د حقونو خلاف او په ښار کې د بې باورۍ او کړکېچ د رامنځته کولو هڅه ده. د ټولنې مشر رحیم آغا، جنرل سېکرټر ولي افغان او نورو مشرانو په ګډه اعلامیه کې ویلي چې د څو ټاکل شویو کسانو غونډه د سوداګرو واقعي استازیتوب نه کوي، نو ځکه به ټولنه د دغې غونډې د پرېکړو پابنده نه وي. دوی وویل چې د میټروپولیټن کرایه داران د ټولنې رسمي غړي دي او د هغوی د ستونزو په اړه مخکې هم له ادارې سره څو ځله خبرې شوې دي، نو د ټولنې له پامه غورځول د منلو وړ نه دي. مشرانو خبرداری ورکړ چې که د کرایه دارانو پر ضد هر ډول غیرقانوني اقدام یا ځورونه وشوه، نو د بلوچستان د سوداګرو ټولنه به په ټوله صوبه کې د شټر ډاون اعتصاب او پراخ احتجاج پیل کړي. دوی له د بلوچستان وزیراعلی، چیف سېکرټر او نورو لوړپوړو چارواکو وغوښتل چې د کمېشنر د چلند او د میټروپولیټن د کرایه دارانو د ستونزو سمدستي نوټس واخلي او د ټولو اړخونو په سلا دې عادلانه او دوامدار حل پیدا کړي.
