کوټه (ویب نیوز) د جمعیت علمای اسلام نظرياتي پاکستان مرکزي قائمقام امیر مولانا عبدالقادر لوني، مرکزي کنوینر مفتي شفیع الدین، صوبایي کنوینر مولانا قاري مهرالله، د اطلاعاتو مرکزي سیکرټر سید حاجي عبدالستار شاه چشتي او د مالیاتو مرکزي سیکرټر حاجي حیات الله کاکړ په ګډه اعلامیه کې ویلي چې د اوسنیو واکمنانو ناسمو تګلارو هېواد له سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو بحرانونو سره مخ کړی دی. هغوی وویل چې د ګرانۍ، بېروزګارۍ، ناامنۍ او اقتصادي ستونزو له امله ولس له سختو مشکلاتو سره مخ دی، خو حکومت د خلکو د ستونزو په هواري کې پاتې راغلی دی. د ګوند مشرانو غوښتنه وکړه چې اداري فساد، بې ځایه لګښتونه او د چارواکو ځانګړي امتیازات دې پای ته ورسول شي، پر ولس د نویو مالیاتو بار دې ونه اچول شي، بلکې ولس پاله اقتصادي او ټولنیزې تګلارې دې عملي شي. هغوی زیاته کړه چې د اساسي قانون حاکمیت، شفافه حکومتولي، ملي یووالی او د خلکو د ګټو ساتنه د هېواد د روانو بحرانونو د حل یوازینۍ اغېزمنه لار ده.
