مقامی ۲۸ جولائی ۲۰۲۶

د هیپاټایټس ناروغي خاموشه خو ډېره خطرناکه ده، پر وخت تشخیص او احتیاط سره ترې مخنیوی ممکن دی، جمال شاه کاکړ

کوټه (ویب نیوز) د پاکستان مسلم لیګ (ن) بلوچستان عمومي منشي او د قومي اسمبلۍ غړي جمال شاه کاکړ د هیپاټایټس نړیوالې ورځې په مناسبت خپل پیغام کې ویلي چې هیپاټایټس یوه خاموشه خو ډېره خطرناکه ناروغي ده، چې د عامه پوهاوي، احتیاطي تدابیرو او پر وخت تشخیص له لارې یې اغېزمن مخنیوی ممکن دی. نوموړي وویل چې د جولای ۲۸مه د هیپاټایټس نړیواله ورځ د دې لپاره نمانځل کېږي چې خلک د دې ناروغۍ په اړه خبر شي، د پر وخت معاینې اهمیت درک کړي او د درملنې اسانتیاوې پراخې شي. هغه زیاته کړه چې هیپاټایټس بي او سي په پاکستان او نړۍ کې د عامې روغتیا لپاره ستره ننګونه ده، خو د خوندي سرنجونو، پاکو طبي وسایلو، خوندي وینې انتقال، معیاري سلماني او پر وخت معایناتو له لارې یې د خپرېدو مخه نیول کېدای شي. جمال شاه کاکړ له والدینو وغوښتل چې خپلو ماشومانو ته د هیپاټایټس بي ضد واکسین حتمي ولګوي، ځکه واکسین د دې ناروغۍ پر وړاندې تر ټولو اغېزمنه ساتنه ده. هغه وویل حکومت د روغتیايي خدمتونو د ښه والي لپاره اقدامات کوي، خو د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د خلکو همکاري، احتیاط او پوهاوی ډېر مهم دی.