کوټه (وېب نیوز): وفاقي حکومت د پټرولیم محصولاتو نوې بیې اعلان کړې دي، چې له مخې یې د پټرولو بیه په هر لیټر کې یو روپۍ راکمه او د های سپیډ ډیزلو بیه ۳ روپۍ او ۳۷ پیسې لوړه شوې ده. د نوې اعلامیې له مخې، د جولای له ۲۸مې نېټې څخه به د پټرولو نوې بیه ۳۳۴ روپۍ او ۱۸ پیسې او د های سپیډ ډیزلو نوې بیه ۳۸۶ روپۍ او ۸۳ پیسې په هر لیټر وي. حکومت ویلي چې دا نوې بیې به د جولای له ۲۸مې نافذې شي.
