کوټه (وېب نیوز): په بلوچستان کې د “العزم” عملیاتو په ترڅ کې امنیتي ځواکونو د خضدار د انجیره او د سوراب د حاجیکه په سیمو کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره کړل، چې پکې د فتنه الہندوستان (بي اېل اې) اړوند لس وسله وال ووژل شول. د آی اېس پي آر د معلوماتو له مخې، اته وسله وال په خضدار او دوه په سوراب کې وژل شوي او له هغوی څخه عصري وسلې، مهمات، چاودېدونکي توکي، مخابراتي وسایل او سپوږمکۍ ټیلیفونونه ترلاسه شوي دي. آی اېس پي آر ویلي، وژل شوي کسان پر امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو په ګڼو بریدونو کې ښکېل وو. له عملیاتو وروسته په سیمه کې د لټون او تصفیې عملیات دوام لري، او امنیتي ځواکونو ټینګار کړی چې د ترهګرۍ تر بشپړ له منځه وړلو او په بلوچستان او ټول هېواد کې د تلپاتې سولې تر ټینګښت پورې به عملیات روان وي.
