سوئي (وېب نیوز): د بلوچستان د وزیراعلی د انتخابي حلقې سوۍ کې د کلپر قبیلې مشر میر جلال خان کلپر په مشرۍ قبایلي جرګه وشوه، چې پکې د سیمې پر محرومیتونو، د پرمختیايي فنډونو پر مبینه ناسمو لګښتونو او د پي پي اېل پر کړنو سختې نیوکې وشوې. میر جلال خان کلپر وویل چې د تېرو شلو کلونو او د اوسني حکومت په دوره کې د سوۍ او ډېره بګټي په نوم ورکړل شوي ۶۰ اربه روپۍ او نور ټول فنډونه دې په شفافه او بې پرې توګه وپلټل شي. هغه ادعا وکړه چې پي پي اېل د سن کوټې په برخه کې د معاملو له لارې د ځایي خلکو اقتصادي حقونه زیانمن کړي او تعلیم یافته ځوانان یې له کار څخه محروم کړي دي. نوموړي غوښتنه وکړه چې شرکت دې د خپلو تړونونو له مخې ځایي ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي، غیر قانوني ګمارنې دې لغوه شي او د خلکو حقونه دې بېرته ورکړل شي، که نه نو قانوني لارې به خپلوي.
