پاکستان ۲۸ جولائی ۲۰۲۶

کوټه: ټرانسپورټران وایي، د پټرولو ۴۰ روپۍ زیاتول او یوه روپۍ کمول د خلکو لوټل دي

کوټه(ویب نیوز)د پنجاب–خیبرپښتونخوا بس یونین مشرانو ظاهر شاه کاکړ او وزیر خان کاکړ د پټرولیم محصولاتو په بیو کې پرله‌پسې زیاتوالی سخت غندلی او ویلي یې دي چې د پټرولو په بیه کې ۴۰ روپۍ زیاتوالی او بیا د یوې روپۍ د کمښت اعلان د ولس او ټرانسپورټي سکتور سره ملنډې وهل دي. هغوی وویل چې د تیلو د بیو لوړوالی د ټرانسپورټ، خوراکي توکو، درملو او نورو ورځنیو اړتیاوو بیې هم لوړې کړې دي. دوی له فدرالي حکومته وغوښتل چې د پټرولیم محصولاتو بیې دې په څرګند ډول راکمې کړي او ټرانسپورټي سکتور ته دې ځانګړی ریلیف ورکړي، ګنې د احتجاج او حتی د څرخونو درولو اعتصاب حق به وکاروي.