کوټه(ویب نیوز)د تربت د کلاتک په سیمه کې نامعلومو وسلهوالو پر مرکزي لویه لاره ناکه لګولې، اووه مزدوران یې تښتولي او د ډزو په پېښه کې یو تښتول شوی مزدور او یو ځايي لاروی وژل شوي دي. د پولیسو په وینا، په تښتول شويو کې څلور پنجابیان او درې پښتانه شامل وو. وروسته د یوه پښتون مزدور مړی وموندل شو، خو څلور پنجابي او دوه پښتانه مزدوران لا هم ورک دي. پولیسو او نورو امنیتي ادارو سیمه کلابنده کړې، د لټون عملیات یې پیل کړي او د تښتول شويو د خلاصون او د بریدګرو د نیولو هڅې روانې دي.
