تازه خبرونه ۲۸ جولائی ۲۰۲۶

کوټه: په هزارګنجۍ کې ډزې، پخوانی بوکسر احمد یار ووژل شو، تورن وتښتېد

کوټه(ویب نیوز)د کوټې د هزارګنجۍ په سیمه کې د ډزو په یوه پېښه کې د بوکسینګ پخوانی لوبغاړی احمد یار وژل شوی دی. د پولیسو په وینا، نوموړی د خپل تره زوی انور له خوا د کورنۍ شخړې له امله په ډزو وژل شوی دی. دواړه د موټرو په یوه ورکشاپ کې د مېخانیکانو په توګه کار کاوه. له پېښې وروسته تورن تښتېدلی، خو پولیسو د شواهدو له راټولولو وروسته پلټنې پیل کړې او د هغه د نیولو لپاره یې په بېلابېلو سیمو کې عملیات روان کړي دي.