اسلامآباد (ویب نیوز) د کویټ د بهرنیو چارو وزیرجراح جابر الاحمد الصباح په دوه ورځني رسمي سفر اسلامآباد ته ورسېد. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، دا سفر د مرستیال لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په بلنه ترسره کېږي. په اسلامآباد هوايي ډګر کې د بهرنیو چارو وزارت اضافي سیکرټر زاهد حسین د کویټي مېلمه هرکلی وکړ. د سفر پر مهال به دواړه لوري د پاکستان او کویټ ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو، سیمهییزو او نړیوالو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي. ټاکل شوې چې د کویټ د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره هم وګوري. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، دغه سفر د پاکستان او کویټ ترمنځ د ورورولۍ پر بنسټ ولاړو اړیکو د لا پیاوړتیا څرګندونه کوي.
