پاکستان ۲۸ جولائی ۲۰۲۶

قائد اعظم او د هغه کورنۍ دې نه ایستل کېږي، نادرا دې په ۳۰ ورځو کې راپور وړاندې کړي؛ د پېښور عالي محکمې حکم

پېښور (ویب نیوز): د پېښور عالي محکمې د نوشهرې د اکوړه خټک اوسېدونکي قائد اعظم، د هغه د مېرمنې او شپږو ماشومانو د نه ایستلو حکم صادر کړی او نادرا ته یې لارښوونه کړې چې د دوی د پېژندنې اسناد تصدیق کړي او د ۳۰ ورځو دننه خپل راپور محکمې ته وړاندې کړي. د اورېدنې پر مهال د غوښتونکو وکیل وویل چې قائد اعظم په پاکستان او دوبۍ کې کاروبار لري، په منظم ډول مالیه ورکوي او د کورنۍ نور غړي هم د پاکستان پېژندپاڼې او پاسپورټونه لري. بل لوري ته نادرا محکمې ته وویل چې د شکمنو اسنادو له امله یې د دوی پېژندپاڼې بندې کړې وې او د څو نوټسونو باوجود اړین اسناد نه دي بشپړ شوي. محکمې تر وروستۍ پرېکړې پورې د غوښتونکو د نه ایستلو حکم ورکړ او له نادرا څخه یې د ۳۰ ورځو په موده کې مفصل راپور وغوښت.