مقامی ۲۸ جولائی ۲۰۲۶

په بارکھان کې د پولیسو پر موټر وسله وال برید، ډي اېس پي مرید بګټی شهید، یو پولیس سرتېری ټپي

بارکھان (ویب نیوز): د بلوچستان د بارکھان ولسوالۍ د کهنه چوکۍ سره نږدې نامعلومو وسله والو د پولیسو پر موټر ډزې وکړې، چې له امله یې د پولیسو مرستیال مشر (ډي اېس پي) مرید بګټی شهید او یو پولیس سرتېری ټپي شو. د پولیسو په وینا، بریدګر له پېښې وروسته وتښتېدل، خو پولیسو او نورو امنیتي ادارو سیمه کلابنده کړې او د لټون عملیات یې پیل کړي دي. چارواکي وایي د برید پلټنې روانې دي او د پېښې د عاملینو د پېژندلو او نیولو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي.