پاکستان ۲۹ جولائی ۲۰۲۶

په ازاد کشمیر کې پر بې وسلې ولسي وګړو د ډزو غندنه کوو، په بلوچستان کې د حکومت واک ختم شوی دی: محمود خان اڅکزی

کوټه (سید سردار محمد خوندئی)

د آئین تحفظ پاکستان مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند چیرمین محمود خان اڅکزي ویلي دي چې په ازاد کشمیر کې پر بې وسلې ولسي وګړو د ډزو کولو په کلکه غندنه کوي.

په کوټه کې یوې ګڼې ګوڼې ډکې مطبوعاتي غونډې ته په وینا کې هغه وویل چې پر واکمنانو او مقتدرې حلقو روښانه کول غواړي چې د داسې ظلم او بربریت نه به د ولس ستونزې حل نه شي. د ستونزو حل یوازې د هغه ځای له ولس سره په ګډه کېناستلو سره ایستل کېدای شي، چې د آئین تحفظ پاکستان او مولانا فضل الرحمان یې هڅې وکړې خو هغوی ته د تلو اجازه ورنه کړل شوه.

د بلوچستان د حالاتو یادونه یې وکړه او ویې ویل چې په صوبه کې د حکومت واک په بشپړه توګه ختم شوی دی، د چا ځان او مال خوندي نه دی او ټولې لارې غلو او بدماشانو ته سپارل شوې دي.

هغه وویل چې زه د ازادۍ له مینوالو څخه وایم چې ستاسو په سیمو کې باید داسې پېښې ونه شي چې د غریبو پښتنو موټرې وسوځول شي او هغوی ته تکلیف ورکړل شي.

محمود خان اڅکزي وویل چې د پښتون وطن الاټمنټ په هېڅ صورت کې د منلو وړ نه دی، د هغې د یو یو فټ ځمکې وېش د قبیلي روایاتو سره سم شوی دی. په معدنیاتو په دې ډول قبضه کول به هېڅکله ونه منو. په بېلابېلو سیمو کې وسله والې ډلې پرېښودل شوي چې ولس ځوروي او په سیمه کې ناامني خپروي، چې پایلې به یې ډېرې خطرناکې وي.

هغه اعلان وکړ چې په جنوبي پښتونخوا کې د رامنځته شویو دردوونکو پېښو د مخنیوي او د راتلونکي تګلارې لپاره به د اګست په ۲۹، ۳۰ او ۳۱مه په کوټه کې پښتون قومي جرګه جوړه شي چې ټول پښتانه به پکې ګډون وکړي.

په دې موقع د پښتون قومي جرګې کنوینر نواب محمد ایاز خان جوګیزئی، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي او صوبایي مسؤلین او په سلګونو کارکنان هم موجود وو.
د عمران خان په اړه یې خبرې وکړې او ویې ویل چې د اګست په ۵مه به د پي ټي آئي بنسټ اېښودونکي عمران خان د بند درې کاله پوره شي، په دې لړ کې به په ټول پاکستان کې پرامن احتجاج کېږي.