تازه خبرونه ۲۹ جولائی ۲۰۲۶

د دالبندین سره نږدې په نوکچه کې د سوځول شویو باوزرونو د ملبې د راټولولو لپاره تللي ۵ کسان د وسله والو له خوا وتښتول شول

چمن (سید سردار محمد خوندئی)
د بلوچستان د چاغي ولسوالۍ د دالبندین سره نږدې د نوکچې په سیمه کې دوه ورځې وړاندې د سوځول شویو آئل باوزرونو او ټریلرانو د ملبې د راټولولو لپاره تللي پنځه کسان وسله والو کسانو تښتولي دي.

د پولیسو سرچینو د وینا له مخې، دوه ورځې وړاندې ناپیژاندو وسله والو کسانو د نوکچې په سیمه کې پنځه آئل باوزرونه او ټریلران اور ته اچولي وو. نن دغو موټرو د ملبې د لیرې کولو او د پاتې سامان د راټولولو لپاره د موټرو د مالکانو په ګډون پنځه کسان یاد ځای ته تللي وو، چې وسله والو کسانو د وسلې په زور وتښتول او نامعلوم ځای ته یې یووړل.

په تښتول شویو کسانو کې د موټرو مالکان هم شامل دي، خو تر وروستیو معلوماتو پورې د هغوی د هویت او ځای په اړه څه معلومات نه دي ترلاسه شوي.