اسلامآباد (ویب نیوز): د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د کویټ د بهرنیو چارو له وزیر شیخ جراح جابر الاحمد الصباح سره ولیدل، چې پکې د دواړو هېوادونو پر اړیکو، سیمهییز وضعیت او د بېلابېلو برخو د همکاریو پر پراختیا هر اړخیزې خبرې وشوې. د اعلامیې له مخې، په غونډه کې د پاکستان مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او یو شمېر فدرالي وزیرانو هم ګډون درلود. وزیراعظم د کویټ امیر شیخ مشعل الاحمد الجابر الصباح او ولیعهد شیخ صباح الخالد ته نېکې هیلې وړاندې کړې او ویې ویل چې د پاکستان او کویټ ورورولیزې اړیکې پر متقابل باور او ګډو ارزښتونو ولاړې دي. دواړو لورو د سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ، کرنې، معلوماتي ټکنالوژۍ، سمندري چارو او بشري ځواک د پراختیا په برخو کې د همکاریو د لا پیاوړتیا ژمنه وکړه. د کویټ د بهرنیو چارو وزیر د سیمهییز بحران د سولهییز حل لپاره د پاکستان د ډیپلوماټیکو هڅو ستاینه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د لوړې کچې اړیکو او د پلاوو د تبادلې پر دوام ټینګار وکړ.
