پاکستان ۲۹ جولائی ۲۰۲۶

وزیراعظم د ملي ډیجیټل لید د عملي کولو د چټکتیا لارښوونه وکړه، د ډیجیټلي حکومتولۍ پر پراختیا ټینګار

اسلام‌آباد (ویب نیوز): د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د ملي ډیجیټل پالیسۍ د عملي کولو غونډه وشوه، چې پکې د ډیجیټلي حکومتولۍ، ډیجیټلي اقتصاد او د ولس لپاره د عصري خدمتونو د پراختیا جاج واخیستل شو. وزیراعظم لارښوونه وکړه چې د “سکای 47” ملي ډیټا سنټر اسانتیاوې دې ژر تر ژره ټولو فدرالي ادارو ته برابرې شي، څو د حکومتي معلوماتو خوندي ساتنه په یوه ګډه پلاتفورم کې یقیني او د ملي سرچینو سپما وشي. هغه وویل، د پاکستان ډیجیټل ادارې د حکومتي خدمتونو په ښه کولو کې مهم رول لري او د ملي ډیجیټل لید له مخې به روغتیا، کرنه، یوټیلیټۍ، کور جوړونه او کوچنیو او منځنیو سوداګریزو ادارو ته عصري ډیجیټلي اسانتیاوې وغځول شي. په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د ملي ډیجیټل کمېسیون غونډه به ژر راوبلل شي، څو د ټولو اړخونو په همغږۍ د ملي ډیجیټل پالیسۍ عملي کول نور هم چټک شي.