کوټه (ویب نیوز): نړیوالې کرکټ شورا (آی سي سي) د ویسټ انډیز پر ضد د لومړي ټېسټ لوبې پر مهال د ضابطې د سرغړونې له امله د پاکستان چټک بالر خرم شهزاد ته د لوبې د فیس ۱۵ سلنه جریمه واوروله، په داسې حال کې چې محمد عباس ته یې خبرداری ورکړ. د آی سي سي په وینا دواړه لوبغاړي د لومړۍ کچې د ضابطې د سرغړونې مرتکب شوي او د دواړو په ډسپلیني ریکارډ کې یو، یو ډي مېرېټ پوائنټ هم ثبت شوی دی. خرم شهزاد د شای هوپ تر اوټ کېدو وروسته په پاروونکي ډول خوشحالي وکړه، او محمد عباس د جومیل واریکن د وروستۍ ویکټې له اخیستو وروسته د ضابطې خلاف چلند وکړ. دواړو لوبغاړو خپله تېروتنه ومنله او د مېچ رېفري جیف کرو له خوا وړاندیز شوې سزا یې قبوله کړه، له همدې امله رسمي اورېدنې ته اړتیا پېښه نه شوه.
