کوټه (ویب نیوز): د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د مرکزي سېکرټرېټ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د هېواد په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول پښتون بلوچ صوبه، خېبرپښتونخوا او نورو پښتني سیمو کې د زرګونو پښتنو د ملي پېژندپاڼو (شناختي کارډونو) بې دلیله بندول په کلکو ټکو غندل شوي او دا یې غیرآئیني، تبعیضي او د بشري حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده. په بیان کې ویل شوي چې د پېژندپاڼو د بندېدو له امله زرګونه وګړي له بانکدارۍ، کار، زده کړو، روغتیايي خدمتونو، سفر، رایې ورکولو او نورو اساسي حقونو محروم شوي دي، چې دا د پاکستان د اساسي قانون او نړیوالو بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې دی. ګوند له وفاقي حکومت، کورنیو چارو وزارت او نادرا څخه غوښتنه کړې چې ټول بې دلیله بند شوي شناختي کارډونه دې ژر تر ژره بېرته فعال کړي، شفافې پلټنې دې ترسره شي، اغېزمنو کسانو ته دې سمدستي اسانتیاوې ورکړل شي او د واک د ناوړه ګټې اخیستنې مسؤل چارواکي دې قانوني حساب ورکړي. په اعلامیه کې خبرداری هم ورکړل شوی چې که دا لړۍ ونه درېږي، نو ګوند به د خلکو له سلا وروسته د قانون او اساسي قانون په چوکاټ کې احتجاجي او ولسي مبارزه پیل کړي.
