تربت د تربت له ښار څخه شاوخوا ۳۰ کیلومتره لرې د درمکول پیدراک په سیمه کې د نامعلومو موټرسایکل سپرو په ډزو کې درې کسان وژل شوي دي. د پولیسو په وینا، وژل شوي کسان شاه بېګ، امان الله او الطاف حسین نومېږي. د پېښې له خبر سره سم پولیس سیمې ته رسېدلي، شواهد یې راټول کړي او د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي. د برید لامل تر اوسه نه دی معلوم شوی او د بریدګرو د نیولو هڅې روانې دي.
