کوټه (ویب نیوز) بلوچستان هایکورټ د قلات ډویژن د ختمولو او مستونګ د کوټې ډویژن سره د یوځای کولو په اړه د بلوچستان حکومت د نوټیفیکیشن پر عملي کېدو موقتي بندیز لګولی دی. د عدالت دوه کسیز بنچ د پخواني وزیراعلی نواب اسلم رئیساني د آئیني عریضې د اورېدنې پر مهال حکم وکړ چې تر راتلونکې اورېدنې پورې دې پر یاد نوټیفیکیشن عمل نه کېږي. محکمې اړوندو خواوو ته نوټسونه هم صادر کړي او د قضیې نورې اورېدنې یې د اګست تر شپږمې نېټې وځنډولې.
