کوټه (ویب نیوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د کوټې ولسوالۍ اجرائیه غونډه د ګوند د صوبایي مشر مرستیال او د کوټې ولسوالۍ د سیکرټر سید شراف آغا په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د ګوند د صوبایي مشر عبدالقهار خان ودان او نورو مشرانو ګډون کړی و. په غونډه کې د ګوند د تنظیمي او سیاسي چارو جاج واخیستل شو او د ولسي اړیکو، غړیتوب کمپاین او تنظیمي فعالیتونو د پراخولو پرېکړې وشوې. ګډونوالو په کوټه کې د ناامنۍ، غلاوو، لوډشیډنګ، د ګازو کمښت، بېروزګارۍ، ښاري ستونزو او د نشه يي توکو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او حکومت یې د خلکو د اساسي ستونزو په حل کې پر پاتې راتلو تورن کړ.
