کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان مرکزي انجمن تاجرانو په صوبه کې د امن او امان پر خراب وضعیت، د ملي لویو لارو پر ناامنۍ او پر سوداګرو او ټرانسپورټرانو د بریدونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې حکومت او امنیتي ادارې د خلکو د سر او مال په ساتنه کې پاتې راغلي دي. د ټولنې په ګډه اعلامیه کې ویل شوي، د لویو لارو د ناامنۍ له امله د پرچون توکو د لېږد بهیر اغېزمن شوی او د اوړو، بورې، غوړیو، درملو او نورو اړینو توکو د کمښت او بیو د لوړېدو اندېښنه شته. سوداګرو له وفاقي او صوبایي حکومت، امنیتي ادارو او اړوندو چارواکو غوښتي چې پر ملي لویو لارو دې د دولت واکمني ټینګه کړي، د ترهګرۍ او جرمونو پر ضد دې پرېکنده اقدامات وکړي او د خلکو خوندي تګ راتګ دې یقیني کړي.
