کوټه (ویب نیوز)د هوا پېژندنې ادارې ویلي، چې د بلوچستان په ډېری ولسوالیو او ښارونو کې به ګرمه او وچه هوا دوام ولري او په مرکزي او سویلي سیمو کې به د سختې ګرمۍ څپه همداسې پاتې شي. د ادارې د معلوماتو له مخې په سبي او تربت کې د تودوخې درجه ۴۵، په نوکنډي کې ۴۴، په کوټه او چمن کې ۳۹، په قلات او ژوب کې ۳۵، په زیارت کې ۲۸، په ګوادر کې ۳۴ او په جیواني کې ۳۳ درجې سانتي ګراد ثبت شوې ده.
