کوټه (سید سردار محمد خوندئی)
کوټه: د کورنیو چارو محکمې د رسنیو مرستیال بابر یوسفزي تایید کړې ده چې په تربت کې موندل شوي جسدونه د ۶ مزدورانو دي.
د کورنیو چارو محکمې په وینا په شهیدو شویو مزدورانو کې ۴ تنه د پنجاب او ۲ تنه د خیبر پښتونخوا سره تعلق لري.
د پولیسو سرچینو ترمخه دوه ورځې وړاندې د کیچ ضلعې د کلاتک په سیمه کې ناپیژاندو وسله والو ۷ مزدوران تښتولي وو، د تښتولو سمدستي وروسته یو مزدور په ډزو شهید کړی شوی وو او ۶ مزدوران وسله وال له ځان سره بیولي وو.
د پولیسو وینا ده چې ټول ۶ تښتول شوي مزدوران د شهید کولو وروسته یې جسدونه د ناصر آباد له سیمې څخه ترلاسه شوي دي، چې د پوسټ مارټم لپاره د تربت تیچنګ روغتون ته انتقال شوي دي.


