تازه خبرونه ۳۰ جولائی ۲۰۲۶

د با همته زده کوونکي رفیع الله د بلوچستان له اعلی وزیر سره لیدنه، د ډاکټر جوړیدو خوب د پوره کولو ډاډ

کوټه (سید سردار محمد خوندئی) د بلوچستان له اعلی وزیر میر سرفراز بګټي سره په دواړو لاسونو د پیدائشي معذورۍ لرونکي ځیرک او با همته زده کوونکي رفیع الله د چیف منسټر سیکرټریټ کوټه کې ځانګړې لیدنه وکړه.

د لیدنې پر مهال زده کوونکي رفیع الله د بلوچستان اعلی وزیر ته د ډاکټر جوړیدو د خپل خوب په اړه معلومات ورکړل.

په دې موقع د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي د زده کوونکي همت او حوصلې ستاینه وکړه او د هر ډول ممکنه همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

اعلی وزیر اعلان وکړ چې د رفیع الله د زده کړو ټول لګښتونه به د بلوچستان حکومت پر غاړه اخلي. هغه وویل چې د رفیع الله همت د ټولو ځوانانو لپاره یوه بیلګه ده او جسماني معذوري هیڅکله هم د بریا په لار کې خنډ نشي کیدای.

میر سرفراز بګټي وویل چې چیرته چې ممکنه وي، حکومت به د رفیع الله درملنه هم وکړي، نو ځکه د نا امیدۍ اړتیا نشته. د با استعداده او با همته ځوانانو ملاتړ کول د حکومت مسؤلیت دی.

د بلوچستان اعلی وزیر زیاته کړه چې د رفیع الله په څیر ماشومان د بلوچستان روښانه راتلونکی دی او د دوی بریا به زموږ د ټولو بریا وي.