مقامی ۳۱ جولائی ۲۰۲۶

د پټرولیم توکو په ورځنیو بیو کې بدلون له ولس سره بې‌انصافي ده، پروفیسور حلیم صادق

کوټه (ویب نیوز)د عوام پاکستان ګوند د بلوچستان صوبایي عمومي منشي پروفیسور ډاکټر حلیم صادق ویلي، د پټرولیم توکو په بیو کې پرله‌پسې زیاتوالی او بیا ډېر لږ کموالی د «سانپ او زینې» د لوبې په څېر شوی او ولس یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړی دی. نوموړي وویل، د پټرولو او ډیزلو د بیو لوړوالی د ترانسپورټ، خوراکي توکو، کرنې او نورو ورځنیو اړتیاوو لګښتونه زیات کړي او عام خلک، مزدوران او د ټیټ عاید لرونکي کورنۍ تر سخت مالي فشار لاندې دي. هغه له حکومت وغوښتل چې د بیو په ټاکلو کې شفافیت رامنځته کړي، د نړیوال بازار له نرخونو سره سم دې ولس ته واقعي اسانتیاوې برابرې کړي او د غیر ضروري بیو لوړول دې بند کړي.