کوټه (ویب نیوز)د پاکستان تحریک انصاف مشر او د کوټې پخواني ښاروال رحیم کاکړ او د هغه ملګرو ادعا کړې چې په کوټه کې د اوقافو او بلدیې د میلیاردونو روپیو په ارزښت ځمکې د ځمکو مافیا او با نفوذه کسانو لهخوا غصب شوې دي. هغوی له د بلوچستان عالي محکمې، نیب، ایف آی اې، د فساد ضد ادارې او نورو اړوندو چارواکو غوښتنه کړې چې د دغو ادعاوو په اړه بېړنۍ او شفافې پلټنې وکړي. دوی تور پورې کړی چې د ښار ځینې مهمې دولتي شتمنۍ او د مالیاتو راټولولو چارې د قانون خلاف شخصي کسانو ته سپارل شوې او غوښتنه یې کړې چې د عامه شتمنیو د ساتنې لپاره دې قانوني اقدام وشي.
