مقامی ۳۱ جولائی ۲۰۲۶

د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي په کیچ کې د بې‌ګناه مزدورانو وژنه په کلکو ټکو وغندله

کوټه (ویب نیوز)د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي د کیچ ولسوالۍ په پېښه کې د بې‌ګناه مزدورانو وژنه په سختو ټکو غندلې او ویلي یې دي چې قربانیان د ټول پاکستان اتباع وو او ترهګرو پاکستانیان په نښه کړي دي. نوموړي وویل، د بلوچ ولس دودونه د بې‌ګناه خلکو د وژنې نه، بلکې د عزت، مېلمه پالنې او ورورولۍ استازیتوب کوي، او زیاته یې کړه چې ترهګر د پاکستان د سولې، یووالي او پرمختګ دښمنان دي او له بلوچ ولس سره هېڅ تړاو نه لري. هغه ټینګار وکړ چې د دې برید عاملین او د هغوی ملاتړي به د قانون منګولو ته سپارل کېږي او د دولت واکمني به په هر قیمت خوندي ساتل کېږي.