اسلامآباد (ویب نیوز): د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، اوسنی نظام خپل اغېز له لاسه ورکړی او که بنسټیز اصلاحات پکې رانه وستل شي، نو راتلونکو کلونو کې به هم همدا ستونزې پر خپل ځای پاتې وي. هغه د پاکستان د لومړۍ اقتصادي غونډې پر مهال وویل چې د هېواد ټول صوبې له ورته ستونزو سره مخ دي او د حل لپاره یې بنسټیز اداري اصلاحات اړین دي. نوموړي زیاته کړه چې د جمهوریت ملاتړ کوي، خو تر ټولو مهمه خبره خلکو ته د اغېزمنې حکومتولۍ او بنسټیزو خدمتونو برابرول دي. محسن نقوي د هېواد د پرمختګ لپاره د نویو اداري واحدونو پر جوړولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې که هغو ته صوبې یا بل هر نوم ورکول کېږي، خو د اداري جوړښت له اصلاح پرته به ستونزې هوارې نه شي.
