تازه خبرونه ۳۱ جولائی ۲۰۲۶

د کوټې د تاریخي ګوردوارې د نړولو پر ضد عریضه د اورېدنې لپاره ومنل شوه

کوټه (ویب نیوز)د بلوچستان عالي محکمې د کوټې پر آرچر سړک د تاریخي سري ګرو سنګ سبها ګوردوارې د ځمکې، ادعا شوې پلور او د تاریخي ودانۍ د نړولو پر ضد ثبت شوې اساسي قانوني عریضه د اورېدنې لپاره منظوره کړې او د راتلونکې اورېدنې نېټه یې د ۲۰۲۶ کال د اګست ۱۱ ټاکلې ده. په عریضه کې غوښتنه شوې چې د ګوردوارې پر ځمکه دې نورې ودانیزې چارې ودرول شي، د ملکیت د لېږد او د ودانۍ د نړولو په اړه دې خپلواکې پلټنې وشي او که د قانون سرغړونه ثابته شي، د مسؤلو کسانو پر ضد دې قانوني اقدام وشي. د اقلیتي ټولنو استازي او د بشري حقونو فعالان وایي، دا قضیه د مذهبي ازادۍ، د اقلیتونو د اساسي حقونو او د تاریخي میراث د ساتنې له پلوه ځانګړی اهمیت لري.