کوټه (وېب نيوز) د پاکستان سنټرل ماینز لیبر فدراسیون او آل پاکستان لیبر فدراسیون ګډ پلاوي د سورنج د سپین کاریز کول فیلډ په علي وروڼو کان کې د چاودنې له امله د وژل شویو کانکیندونکو د مړو په راایستلو او ژغورنیزو عملیاتو کې فعاله مرسته وکړه. پلاوي، چې عبدالستار، شاه علي بګټي، منظور احمد بلوچ، عبدالحلیم خان، محمد قاسم او محمد زمین پکې شامل وو، وروسته د اړینو قانوني چارو تر بشپړېدو وروسته د کانکیندونکو مړي د هغوی اصلي سیمې شانګلې ته د لېږد په چارو کې هم همکاري وکړه. د فدراسیون د مشر سلطان محمد خان په لارښوونه د قربانیانو له کورنیو سره مالي مرسته هم روانه ده. پلاوي د ماینونو له چارواکو او اړوندو کسانو سره د پېښې، ژغورنې او د کانونو د خوندیتوب پر وضعیت خبرې وکړې او له حکومت څخه یې د کانکیندونکو د خوندیتوب لپاره د نړیوال کار سازمان (ILO) د C-176 کنوانسیون د تصویب، د پېښې د رڼو پلټنو، د اغېزمنو کورنیو د مناسبې مرستې او په ټولو کانونو کې د خوندیتوب او بیړنیو ژغورنیزو اسانتیاوو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.
