اسلام آباد (نوې ژوند پښتو کوټه) — د قومي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق په لکي مروت کې د پولیس موبایل نږدې ترهګریز برید سخته غندنه کړې او د قیمتي انساني ژوند د ضایع کېدو له امله یې ژور خواشیني څرګنده کړې، نوموړي ویلي چې د شهیدانو له کورنیو سره په دې غمجن حالت کې بشپړه همدردي لري او ترهګري د هېواد د امن او ثبات پر ضد یوه ناوړه توطیه ده، هغه زیاته کړه چې د معصومو وګړو او امنیتي ځواکونو هدف ګرځول یو بزدلانه او غیرانساني عمل دی او ټول ملت د امنیتي ادارو د قربانیو درناوی کوي، سپیکر ټینګار وکړ چې د ترهګرۍ د بشپړ ختمولو لپاره ټول هېواد یو موټی دی او د شهیدانو د لوړو درجو او زخمیانو د عاجلې روغتیا لپاره یې دعا وکړه.
