چمن: پښتونخوا ملي عوامي ګوند د چمن ضلعي دفتر له لارې په خپره شوې اعلامیه کې د کوټې ـ چمن پر لویه لار د ایکسایز او ټېکسېشن ادارې پر اقداماتو سختې نیوکې کړې دي. ګوند ویلي، د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ د چمن خلک اوس د موټرو د اسنادو د پلټنې، نیولو او نورو محدودیتونو له امله له لا زیاتو ستونزو سره مخامخ شوي دي. په اعلامیه کې ادعا شوې چې ځايي اوسېدونکي بېځایه ځورول کېږي او سپکاوی ورسره کېږي. ګوند له د بلوچستان حکومت، چیف سیکرټري او د ایکسایز له لوړپوړو چارواکو غوښتي چې سمدستي دې دا موضوع وڅېړي، او خبرداری یې ورکړی چې که دغه لړۍ ونه درېږي، نو له ولس سره به ګډ احتجاج پیل کړي.
