کوټه (وېب نيوز) د جمعیت وکلا فورم پاکستان مرکزي مشر او سناتور کامران مرتضی اډوکېټ ویلي، په بلوچستان کې د نایتروجني سرو پر لېږد ۱۵ ورځنی بندیز د حکومت د امنیتي ناکامیو ښکاره اعتراف دی. هغه وویل، د لنډمهاله بندیزونو پر ځای باید د ترهګرۍ د مخنیوي، د کروندګرو د ګټو د ساتنې او د سرو د تولید، لېږد او پلور لپاره دوامداره او اغېزمنه تګلاره جوړه شي. نوموړي ټینګار وکړ چې که حکومت اندېښنه لري چې دغه سرې په ناقانونه فعالیتونو کې کارېږي، نو باید د هغو شبکو پر ضد قاطع اقدامات وکړي، نه دا چې داسې پرېکړې وکړي چې د کروندګرو، سوداګرو او د کرنې پر اقتصاد منفي اغېز وکړي. هغه له حکومت وغوښتل چې د امنیت، کرنې او اقتصادي ثبات لپاره یوه هر اړخیزه او عملي پالیسي خپله کړي.
