تازه خبرونه ۲ اگست ۲۰۲۶

د پاکستان او ویسټ انډیز ترمنځ دوهم ټیسټ پیل، کوربه لوبډله بیټنګ کوي

پورټ آف سپېن (وېب نیوز) د پاکستان او ویسټ انډیز ترمنځ د دوو ټیسټ سیالیو د لړۍ دوهمه او وروستۍ لوبه پیل شوې ده، چې ویسټ انډیز د پچې له ګټلو وروسته د لومړي بیټنګ پرېکړه کړې ده. د لوبې لومړۍ ورځ د باران له امله اغېزمنه شوه او د لومړي سیشن تر پایه یوازې ۹.۵ اوورونه ترسره شول، چې پکې ویسټ انډیز د یوه لوبغاړي په سوځېدو ۴۹ منډې جوړې کړې. وروسته کوربه لوبډلې ۴ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۵۰ منډې جوړې کړې. د ویسټ انډیز له لوري برېنډن کینګ ۴۶، عامر جانګو ۲۶، ټیګنراین چندرپال ۱۵ او کیویم هوج ۱۰ منډې جوړې کړې. د پاکستان په لوبډله کې د دوهم ټیسټ لپاره څلور بدلونونه شوي، شان مسعود د ټپ له امله لوبډله کې شامل نه دی، په داسې حال کې چې محمد عباس، خرم شهزاد او عامر جمال هم له لوبډلې بهر دي. د دوی پر ځای اویس ظفر، ځوان تېز توپ اچوونکی عبید شاه، ساجد خان او عبدالله شفیق لوبډلې ته شامل شوي دي. د دوو ټیسټ سیالیو په لړۍ کې ویسټ انډیز یو د صفر په وړاندې برلاسی لري.