مقامی ۲ اگست ۲۰۲۶

د بلوچستان ۷۰ سلنه سیمې د وچکالۍ ښکار، د موسمي بارانونو کمزور لړۍ اټکل شوې

کوټه(ویب نیوز) د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې د روان مون سون په موسم کې به په بلوچستان کې بارانونه د معمول په پرتله کم وي او د صوبې شاوخوا ۷۰ سلنه سیمې لا هم د سختې وچکالۍ تر اغېز لاندې دي. د ادارې په وینا، د مون سون اغېزې به تر ډېره د ختیځو او شمال ختیځو ضلعو پورې محدودې وي، په داسې حال کې چې د کوټې، چاغي، نوشکي، خاران، واشک، پنجګور، کیچ، ګوادر، پشین، مستونګ، قلات، خضدار او ګڼو نورو سیمو کې به بارانونه د معمول نه کم وي. د کمو ورښتونو او لوړې تودوخې له امله د ځمکې لاندې د اوبو کچه راټیټه شوې، کاریزونه، چینې او واړه د اوبو زېرمې د وچېدو له ګواښ سره مخ دي. کارپوهان وایي چې وچکالي د کرنې، مالدارۍ، طبیعي څړځایونو او د څښاک اوبو پر سرچینو ناوړه اغېز کوي او که په راتلونکو اوونیو کې د پام وړ باران ونه شي، د فصلونو حاصلات او د څارويو لپاره د اوبو او خوراک ستونزې به نورې هم زیاتې شي. دوی له حکومت څخه غوښتي چې بېړني مرستندویه پروګرامونه، د اوبو نوې زېرمې، د باراني اوبو د ساتنې پروژې او د بزګرانو او مالدارانو لپاره ځانګړې مالي مرستې عملي کړي، او خلکو ته یې سپارښتنه کړې چې د اوبو په مصرف کې احتیاط وکړي او د عصري اوبه‌خورۍ طریقې وکاروي.