تهران (وېب نیوز)د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د ایران او عمان ترمنځ د هرمز تنګي په اړه خبرې وروستي پړاو ته رسېدلې دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، د دغو خبرو موخه په هرمز تنګي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو او عملي میکانیزم رامنځته کول دي. نوموړي ټینګار وکړ چې د عمان سره د نوي سمندري مسیر په اړه تفاهم دا معنا نه لري چې د هرمز تنګی به پرانیستل یا وتړل شي، بلکې دا یوازې د سمندري همکاریو لپاره د ګډ چوکاټ د جوړولو هڅه ده.
