کوټه(ویب نیوز) وفاقي وزیر جام کمال خان ویلي چې په بلوچستان کې د پرمختیایي بودجې په وېش کې باید د اړتیا، نفوس، اقتصادي ونډې او وروسته پاتې والي پر بنسټ عادلانه او متوازن چلند وشي. هغه وویل، له بده مرغه ځینو ټاکلو ضلعو ته د اربونو روپیو پرمختیایي پروژې ورکړل شوې، خو ګڼې نورې ضلعې د له پروګرام څخه بېبرخې پاتې شوې دي، او په ځینو سیمو کې د ولسي استازو پر ځای د غیر منتخب کسانو پروژې شاملې شوې دي. جام کمال زیاته کړه چې دا ډول غیر متوازن تګلاره د اوسني حساس وضعیت د لا خرابېدو لامل کېدای شي، او وزیراعلی، چې د ټول ایتلافي حکومت استازیتوب کوي، باید د صوبې ټولو سیمو ته په مساوي نظر وګوري.
